امرخېل: که غزنی کې عملیات ونشی ښایی یو شمېر ولسوالۍ سقوط وکړی

دوشنبه 1 جوزا 1396/

mandegar-3د غزنی ولایت سیمه ییز امنیتی چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیاتونو ته جدی اړتیا ده.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، کله چې دغه ولایت کې د دعوت په نوم عملیات پایته رسیدلی، وسله‎والو طالبانو بیا د دغه ولایت پر مرکز او ولسوالېو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
نوموړی وایی، که دغه ولایت کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات ترسره نه‎شی، ښایی د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو لاسته ولوېږی.
ښاغلی امرخېل وایی:
“غزنی ولایت کې اوس د وسله‎والو طالبانو د ځپلو لپاره کوم داسې عملیات نشته، څه موده مخکې د دعوت په نوم وو، اوس مو بیا مرکزی ادارې ته پیشنهاد کړی چې د عملیاتو امر راکړی.”
وسله‎والو طالبانو ادعا کړې چې د تېرې شنبې د ماښام بریدونو کې چې د غزنی ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ترسره کړی وو، ۱۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، خو د دغه ولایت امنیتی چارواکی بیا دغه ادعاوې په کلکه ردوی.
له دې سره د دغه د ولایتی شورا مسؤلین هم له مرکزی دولته غوښتنه کوی چې د دغه ولایت امنیتی وضعیت ته جدی پام وکړی.
په غزنی ولایت کې د ولایتی شورا یو غړی امان الله کامرانی د تېرې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته په یوه‎ ځانکړی مرکه کې وویل:
“مرکزی دولت غرنی ته هېڅ پام نه‎کوی، غزنی ولایت کې هره ورځ یوه پوسته وسله‎والو طالبانو وړې او پر ښار بریدونه کوی.”
دا په داسې کې ده چې د تېرې شنبې په ماښام وسله‎والو طالبانو د غزنی پر یو شمېر ولسوالېو او ښار کې پر یو شمېر امنیتی پوستو پراخ برید وکړ چې دواړه لوری یو بل ته درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.